ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویندوی سعید خوستي نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، تېر حکومت د ورځې ۳ زره پاسپورتونه توزیع کول خو دوی په پام کې لري چې د ورځې تر ۶ زره پاسپورتونه صادر کړي.
د ښاغلي خوستي په وینا حاضردمه به پاسپورتونه د افغانستان د اسلامي جمهوریت په نامه صادرېږي.
د پاسپورت د ریاست سرپرست رييس علم ګل حقاني په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوی به د ورځې د ۵۰۰۰ او ۶۰۰۰ ترمنځ پاسپورتونه توزیع کړي او ښځینه کارکوونکو ته هم ویل شوي چې د پخوا په شان کار ته دوام ورکړي.
له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت ویندوی سعید خوستی وايي چې تراوسه پورې ۲۵ زره تنو د پاسپورت تقاضا کړې حال دا چې د یولک تنو د غوښتنلیکونو مراحل طی کېږي.
سره له دې چې د پاسپورت تقاضا خورا ډېره ده خو لا هم د افغانستان له هوايي ډګرونو نړیوالې الوتنې نه دي پیل شوي