IQNA

 د اسلامی انقلاب ضد درستې ډلګۍ د مونږ په شیشت کې دي

16:54 - October 06, 2021
د خبر لمبر: 3484748
تهران (ایکنا) -خبرداری ورکوو چې  د اسلامی انقلاب ضده ډلګۍ هرچرته چې  د هیواد  دپولو په شاوخوا کې وي ،  او د   هغې سیمې حکومتونه دغو ډلګیو ته پناه ورکړي ، او دوي ته وسلې او امکانات ورکړي ، په دغو سیمو کې به د اسلامی انقلاب ضده ډلګو په ضد جدی چلند  وکړو .

ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ایران د درستو قواؤ د ستر قوماندان  ځانګړي سلاکار سید یحیی رحیم صفوي  له دفاع پریس  خبری آژانس سره ددې خبرې په کولو سره چې  له پولو ورآخوا  داسلامی انقلاب ضد ډلګۍ  دمونږ په شیشت کې دي ، ووئیل ، دعراق کردستان  سیمې ادارې ته  مو وئیلي دي ، چې  هر هغه وسلواله انقلاب ضده ډلګۍ  چې وغواړي ، دایران پولې ناکرارې کړي ، باید  د دوي  تر ولکې لاندې سیمو کې  وجود ونه لرل شي .

د ایران د درستو قواؤ د ستر قوماندان  ځانګړی سلاکار  دعراق په شمال کردستان سیمې کې ددیره اسلامی انقلاب ضده  مورچلو او پټنځایونو په ضد د سپاه پاسدارانو  دمځکني ځواک دعملیاتو په باب  زیاته کړې ده ، دکردستان سیمه باید د ایران د اسلامی انقلاب  ضده  غونډو لپاره  کوم ځاي نه شي .

 سردار رحیم صفوي  همداراز ووئیل ،  خبرداری ورکوو چې  د اسلامی انقلاب ضده ډلګۍ هرچرته چې  د هیواد  دپولو په شاوخوا کې وي ،  او د   هغې سیمې حکومتونه دغو ډلګیو ته پناه ورکړي ، او دوي ته وسلې او امکانات ورکړي ، په دغو سیمو کې به د اسلامی انقلاب ضده ډلګو په ضد جدی چلند  وکړو .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i106528

captcha