IQNA

  له وحشي صهیونیسټانو سره مبارزه نه ختمیدونکي ده

20:47 - October 07, 2021
د خبر لمبر: 3484752
 تهران ( ایکنا) - باید په  اسلامی نړۍ کې ټول ، له دغې پروژې سره  په یوه صف کې په دریدا سره مقابله وکړي ، صهونیسټي دښمن  په ماتې  او له فلسطینه  په بشپړ وتلو  محکوم دی .

 ایکناخبری آژانس دپارس ټوډې له قوله ورکړ ، د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي  زیاد النخاله  نن ددغه مبارز غورځنګ دتاسیس په درې څلویښتمې کلیزې په مناسبت  په یو لړ دستورو کې روښانه کړې ، د  مونږ له نظره ،  دمقاومت ټاکنه ، له صهیونیسټي رژيم سره  د مخامخیدنې لپاره ترټولو ښه  ټاکنه ده ، مونږ  د صهیونیسټانو په وړاندې  له جنګ یا تسلیمیدا پرته بله  ټاکنه نه لرو ،یا باید دوی سره وجنګیږو،  او کریمانه ژوند ولرو ،  او یا باید دایمي ذلت ته غاړه کیږدو .

 النخاله  پخپلې وینا کې زیاته کړې ده ،  ددې شاهدان وو ، چې  صهیونیسټانو  په نیواکي قدس کې  له شیخ جراح سیمې څخه د فلسطینیانو داجباري کوچولو لپاره خپلې ټولې هڅې وکارولې ، په عین حال کې  په  درست نیواکي ټاټوبي کې  ټول فلسطینیان  له دغه ظالمانه اقدام سره  مخالفت ته راپورته شول . زیاد النخاله  ټينګار کړی، نن سبا د صهیونیسټانو د پروژې په نسبت  لازیات هوښیار او ځير یوو ، پر دې اساس باید په  اسلامی نړۍ کې ټول ، له دغې پروژې سره  په یوه صف کې په دریدا سره مقابله وکړي ، صهونیسټي دښمن  په ماتې  او له فلسطینه  په بشپړ وتلو  محکوم دی .

د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي روښانه کړې ، که له نیواکګرو سره مبارزه ونه کړو ،نو  دوي به په سیمې کې دخپلې سلطې لمن   نوره هم وغزوي . مونږ  له صهیونیسټي رژيم سره  په  مبارزې کې پر خپل ملت او مقاومت تکیه کوو . د اړیکو د عادي کولو غونډو ترسره کول ، له صهیونیسټانو سره دروغجنه سوله او په عربی هیوادونو کې د د وي لپاره دسفارتونو پرانیسته  حقیقت او واقعیّت نشي بدلولی .

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i106574

captcha