ایران او سعودي عربستان بیرته کنسولګرۍ پرانیزي
ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ایران او د سعودي عربستان ترمینځ خبرو اترو ته نږدې یوه ډيپلوماټ فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې دواړه هیوادونه د تاوتریخوالو د کمولو لپاره موافقې ته د رسیدا په درشل کښې دي .
سعودي عربستان او ایران په تیرو څو میاشتو کښې د اړیکو ښه کولو ته ګروهنه ښودلي ده خو کارپيژاندي وايي چې د تاوتریخوالو د کمولو لپاره ډیرو اقداماتو ته ضرورت شته .
د ایران او د سعودي عربستان ترمینځ ډيپلوماټیکې اړیکې پینځه (۵) کاله مخکې د عربستان د شیعه مسلمانانو د مشر ایت الله شیخ نمر په اعدامولو کښې د ریاض له اقدام وروسته غوڅې شوې او په تیرو څو اونیو کښې په بغداد کښې د ایران او د سعودي عربستان د ترمینځ د خبرو اترو د ترسره کیدا په هکله یوشمیر راپورونه خپاره شوي دي .
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان څو ورځې مخکې تائید کړه چې ایران او عربستان د خبرو اترو څلورم (۴) پړاو په تیرې سپتمیر میاشت کښې ترسره کړی دی .
هغه هیله وکړه چې خبرې اترې وکولای شي د ایران او د سعودي عربستان ترمینځ د مسائیلو د حل کیدا زمینه برابره کړي .
په عربستان کښې یوه (۱) خارجي ډيپلوماټ فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې سعودي عربستان او ایران د کنسولګریو د بیرته پرانیستلو په هکله موافقې ته رسیدلي دي .