IQNA

  طالبانو د کندهار لپاره دداعش نومول شوی والی ونیوهّ

21:21 - October 18, 2021
د خبر لمبر: 3484820
تهران(ایکنا) – د طالبانو ډلې دکندهار برخې ځواکونو په یوې خبرتیا کې نن د دغه ولایت لپاره د داعش د نومول شوي والي د نیولو خبر ورکړی دی .

ایکناخبری آژانس  دسکائي نیوز له قوله راپور راکړ ، د طالبانو ډلې ځواکونو  نن مازدیګر  په کندهار ولایت کې ددغې ترهه ګرې ډلې له خوا نومول شوی والی نیولی او وئيلي ئې دي دغه کس دداعش ډلې دډيروپلانونو متخصص  هم دی . البته ځينو سرچینو وئيلي دي چې نوموړی  د ننګرهار ولایت لپاره د داعش نومول شوی  والی ؤ.

دا په داسې حال کې دي چې طالبانو داکتوبر له دولسمې نیټې راهسې په کابل اوځينو نورو ولایتونو کې د داعشی ترهه ګرو په ضد  عملیات پیل کړي دي  او داسې هم وئيل شوي چې یوشمیر ترهه ګر داعشیان ئې نیولي هم دي .  

په تیرو   دوو اونیو کښې د افغانستان په قندهار او قندوز ولایتونو کښې د شیعه مسلمانانو په دو جوماتونو کښې د جمعې  لمانځه په وخت دوه(۲) ځله د داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ډلې لخوا بم چاودنې  او ځان وژونکي حملې شوي دي چې له کبله یې تراوسه په سلګونو کسان مړه او ژوبل شوي دي .

ډیری شناندي او کارپوهان وائي چې امریکا که څه هم له افغانستانه په بې شرمۍ  او ذلالت سره پښې سپکې کړي دي ،خو خپل خالی کړائ شوی ځاي ئې داعشی تکفیریانو ته سپارلی دی .

https://iqna.ir/fa/news/4005981/

captcha