IQNA

    اسلامی امت په وحد ت سره د ګډ دښمن ملا ماتولی شي

19:21 - October 22, 2021
د خبر لمبر: 3484831
تهران (ایکنا) – د  جمعې لمانځه خطیب له شل  میاشتې وروسته دقایمیدونکي جمعې لمانځه  په خطبوکې ووئيل ،د د ګډ دښمن   دسیسو او درزونو ته په پام سره د  اسلامی امت داخلی یووالی او وحدت د ورځ یو مهم ضرورت دی 

ایکناخبری آژانس راپور   راکړ ، د تهران دجمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام علی اکبری  نن  د تهران پوهنتون په مصلا کې دجمعې لمانځه خطبوکې چې دکرونائي بحران له امله نن له شلومیاشتووروسته د لومړي ځل لپاره ترسره شوي ،  د الهي  تقوا د رعایتوتولوته د ټولوپه بللو سره،د پیغمبر اکرم  دنیکمرغه زوکړې اودوحدت اونۍ د نوراني شپوورځوپه مناسبت مبارکي ووئيله.

 د تهران د جمعې لمانځه خطیب زیاته کړه ،پيغامبر اکرم (ص) داسلامیامت د جوړښت لپاره درې  اساسي سټراټژۍ په نظر کې درلودې ،لومړۍ دا چې  اسلامیامت باید د کفر په وړاندې  دقوت،عزت ،  سخت کړچار په درلودلوسره مشخص حدود ولري  د مسلمانانوهویّت  د کفارو  له  ظلم اوکړاؤ اواستبداده خوندي  شي .دوهم سټراټژي، له یوه بل سره داسلامی امت په ارتباط کې دامت داخلی  مهرباني ،وحدت اومحبت  ؤ، اودریمه سټراټژي هم دا وه چې صفونه، د وحدت سمبول  او د اسلامی ټولنې دقوت ټکی باید   د الهي ذکر او د خداي متعال  د یاد پرمدار  او په ډله ایز ډول د حق پر بندګۍ  وي   چې په دفتح سورې په وروستي آیت کې ورته اشاره شوې ده . «محَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِمْ مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنْجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا»

د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام و المسلمین محمد جواد علي اکبري جوته کړه د اسلامي امت ترمینځ د وحدت موضوع  یوه سطحي موضوع ، یوه ردوه او یو تاکتیک نه دی بلکې یوه  سټراتيژۍ ، بنسټ او بنیاد دی .

په اسلامي امت کښې ترتولو مهمه موضوع د زړونو ،تفکرونو او د هغو د ژوند د صفونو اتحاد دی چې هغه په یوې کلمې کښې اخوت اوورورولي  بلل کیږي .

هغه وویل خدای پاک ج د مومنانو ترمینځ دغه ارتباط ټینګ کړی او له هغوې غواړي چې دغه ارتباط په زغم ، محبت او دوستۍ سره وساتي او حفاظت یې وکړي .

د  جمعې دامامانو دشورا مشر دغه راز پیخپلوخطبوکې ووئيل ، داخلي مشکلات باید په خپله د اسلامي امت په لاس  په داخلي ډول  حل شي .

د اسلامي امت د ننه او د پیغمبر اکرم حضرت محمد د شخصیت په هکله بیلابیلې لیدتوګي او سلیقې باید په داخلي ډول حل شي .

https://iqna.ir/fa/news/4007088/ 

 

captcha