ایکناخبری آژانس دالجزیره له قوله راپورراکړ، اسماه عبدالخالق چې د عربو د ډ لې په نمایندګۍ ئې د ملګروملتو ملتو په امنیت شورا کې ،د مینځني ختیځ په تیره بیا د فلسطین د موضوع په باب وینا کوله او د فلسطین د ولس له حقوقو په تیره بیا د ختیځ قدس په پلازمینې سره ئې په ۱۹۶۷ کال پولو کې د یوه خپلواکه هیواد د درلودلو لپاره د دوي له حق څخه ددغې ډلې ملاتړ ملاتړ اعلان کړ .هغه همداراز په دې زمینې کې د نړیوالو فیصلو په تیره بیا د ملګروملتو د پریکړه لیکونوپر اهمیّت اجرائي کیدا ټينګار وکړ .
له بل پلوه د فرانسې،جرمني،اسپانیا او ایټالیا خارجه وزیرانو هم پرصهیونیستي رژيم غږ کړی ،چې په ختیځ قدس کې دې د نوو هستوګنې ښارګوټو له جوړولو ډډه وکړي ،ځکه دا کار غیرقانوني دی.دا کار له دې وروسته شوی ، چې صهیونیستي چارواکو په روانې میاشتې کې په نیواکي ختیځي قدس کې کابو درې زره پنځه سوه نوي کورونو جوړول تصویب کړي دي .
د څلورو مهمو اروپائي هیوادونو په اعلامیې کې روښانه شوې ده،د نووسلګونو ودانیو جوړول به ددوو هیوادونو د حل لارې په سر نوي خنډونه رامینځةکړي . په دغې اعلامیې کې همداراز ټينګار شوی دی،په تصویب شوو سیمو کې د ښآرګوټو جوړول،به دختیځي قدس او لویدیځي غاړې ترمینځ جدايی رامینځةکول دي . دغو څلورو هیوادونو همداراز دبیت المقدس په ختیځ کې په شیخ جراح کوڅې کې د فلسطینیانو د کورونو په خالی کولو اوړنګونو باندې اندیښنه هم څرګنده کړې ده .