IQNA

د اسلامی انقلاب پراختیا د ایران له جغرافیائي پولو ورآخوا رسیدلی دی 

16:29 - February 08, 2022
د خبر لمبر: 3485384
تهران (ایکنا) – د نیجریه د اسلامی غورځنګ رهبر حجةالاسلام شیخ محمد ابراهیم الزکزکی په یولړ څرګندونو کې  ووئيل ،د ایران ولس باید ددرستو مسلمانانو  درهبرۍ لپاره تیار ووسي ، دوي باید فکر ونه کړي ،چې  اسلامی انقلاب یوازې د ایران خلکو او جغرافیائي حدودو ته محدود دی ، ، اسلامی انقلاب  له درستو مسلمانانو سره  اړه لري .

ایکناخبری آژانس  راپور راکړ، د نیجریه د اسلامی غورځنګ رهبر  حجةالاسلام شیخ محمد ابراهیم الزکزکی  د ایران د اسلامی انقلاب دبریالیتوب د درې څلويښتمې کلیزې په درشل کې  له پوهنتوني جهاد سره اړونده  د قرآن  دنړیوال خبری آژانس (ایکنا) په کوربتوب د ؛ اسلامی انقلاب نظریه ، په نړۍ کې دمقاومت نرم آوزار ؛ په عنوان سره په نړیوال وبینار کې  چې نن سهار  اته نیمې بجې دپوهنتونوالو دقرآني ادارې په مبین سټوډیو کې ترسره شو ، پخپلې ویډیوئي وینا کې په دې مناسبت د اسلامی انقلاب معظم لارښود ،د ایران ملت او د نړۍ درستو مسلمانانو ته  دمبارکۍ په وئيلو سره  ووئيل ،دغه ولولناک انقلاب  په داسې وخت رامینځةشو چې  دنیا له یو ډير بد وضعیّت سره مخامخ وه  چې د امید  نه شتونوالی نومیدلی شي ، کله لویدیځي  نړۍ پر درستې اسلامی نړۍ باندې په سلطې کې بریالی شوي وه او دغه امت  ئې د جلاجلا ملتونو په حکومت ویشلی ؤ  اسلام  یوه  داسې تاریخي ښکارنده تصور کید، چې په تیرو وختونو کې له مینځه تللی دی . البته اسلامی انقلاب دغه معادله بدله کړه  او دنړیوالو افکار ئې ګډوډ کړل .  شیخ صیب پخپلې وینا کې ووئيل  اسلامی انقلاب وښودله چې  اسلام  بیرته احیاء شوی  او قدرت ته رسیدلی دی . اسلامی غورځنګ  له  اسلامی انقلاب  له مخکې وخت راهسې تر بریالیتوب پورې  له ډيرو زیاتو مشکلاتو سره مخامخ ؤ او د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته ئې هم ځيني مشکلات درلود.دښمنانو ډیره هڅه وکړه چې د ایران په بایکاټولو او بندیزونوسره ددغه هیواد لپاره داخلی مشکلات او ترینګلتیاوې رامینځة کړي،خو له دوي ټولو سره سره.،اسلامی انقلاب خپل حیات ته دوام ورکړی او تر دې دمه ژوندی دی .او دغه ولوله او پرتم به ان شاالله دوام ومومي .

داپه داسې حال کې دی چې د ایکنا په کوربتوب سره په دغه نړیوال وبینار کې پر شیخ ابراهیم الزکزکي سربیره د لبنان د حزب الله غورځنګ د عمومی منشي  د مرستیال شیخ نعیم قاسم پشمول ځینو نورو نړیوالو شخصیّتونو او   چارواکو هم ویناوې وکړې . 

په دغه وبینار کې د نیجریه د اسلامی غورځنګ د رهبر شیخ ابراهیم الزکزکی  ویډیوئي وینا هم ستاسو خدمت ته وړاندې کيږي.  

https://iqna.ir/fa/news/4033954/گستره-انقلاب-اسلامی-فرای-مرزه

captcha