IQNA

د اسلامي انقلاب معظم رهبر:

ټول فلسطین د مقاومت په ډګر بدل شوی دی

11:17 - April 30, 2022
د خبر لمبر: 3485729
تهران (ایکنا) - د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي وویل: ټول فلسطین د مقاومت په ډګر بدل شوی او له صهیونیسټ دښمن سره د جوړجاړي ټول پلانونه باطل شوي دي

د اسلامي انقلاب معظم رهبر پرون د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت ټیلیویژني وینا کښې،  ټول فلسطین ته  د مقاومت د میدان  د پراخیدا په شمول  د فلسطین د خلکو په ګټه  د متفاوت راتلونکي په هکله  د ډیرو نښو نښانو په بیانولو  او په مقابل کښې  د قدس د نیواکګر رژیم او د هغه د اصلي  ملاتړې یعني امریکې په کمزوري کیدا سره  د فلسطین د وروستیو کلونو  پیښې له صهیونیسټ رژیم سره د ساز باز د ټولو پلانونو د باطلیدا په معنا  وبللې او په لویدیځې آسیا کښې  د مقاومت د بې بدیله  برکتونو د یادولو په ترڅ کښې یې ټینګار وکړ: یوازې د مقاومت په ځواک سره د اسلامي نړۍ مسایل حل کولی شوچې  په سر کښې یې د فلسطین مسئله ده.

حضرت آیت‌الله خامنه‌اي په دې حقیقت باندې په ټینګار سره چې ترڅو پولې غاصب او جنایتکار رژیم په قدس باندې مسلط وي تر هغې باید د کال ټولې ورځې، د قدس ورځ وبولو، وویل: قدس شریف د فلسطین زړه دی او ټول هیواد غصب شوی دی، له بحر نه تر نهره پورې د قدس دوام دی.

دوي د فلسطین د ولس د کم سارې اودریدنې او میړانې په ستایلو سره د فلسطیني ځوانانو سرشیندونکي عملیات د فلسطین لپاره د دفاعي ډال د جوړیدو او د یو بدل راتلونکي زیری وباله او څرګنده یې کړه: نن سبا په فلسطین او ټولې لویدیځې آسیا کښې د (صهیونیسټ پوځ د نه ماتیدنې ځاې (ماتې نه منونکې ارادې) نیولی دی او دغه جنایتکار پوځ مبجور شوی چې خپل یرغلیز حالت په دفاعي حالت بدل کړي.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي په دوام کښې د جنین کیمپ د تحرک چې صهیونیسټان یې لیوني کړي دي، په غاصب رژیم باندې د حملې لپاره د اویا فیصده فلسطینیانو د غوښتنې، د ۱۹۴۸ کال د ټاټوبي په شمالي او جنوبي برخو کښې د فلسطین د خلکو د جهادي حرکتونو، په اردن او ختیځ قدس کښې د سترو لارونونواو له مسجدالاقصی د فلسطیني ځوانانو د جانانه دفاع او په غزه کښې د پوځي مانورې په شان په ټول فلسطین کښې د مقاومت د پراختیا عیني بیلګو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: ټول فلسطین د مقاومت په ډګر بدل شوی دی او د فلسطین خلک د جهاد د جاري ساتلو په هکله یوه خوله شوي دي. دا مهمې ښکارندې له غاصب رژيم سره مقابلې ته د فلسطینیانو د بشپړ چمتووالي په معنا دي او د مجاهدو سازمانونو لاس خلاص پریږدي چې هر وخت ضروري وګڼي، عمل وکړي.

معظم رهبر د دغو پيښو او دا څه چې په دې وروستیو کلونو کښې په فلسطین کښې رامینځته شول، مهم پيغام، له صهیونیسټ دښمن سره د جوړجاړي د ټولو پلانونو باطلیدل وبلل او ویې ویل: د فلسطین په هکله هیڅ طرحه د هغه د خاوندانو یعنې فلسطینیانو په غیاب کښې یا یې د نظر خلاف اجرايي کیدونکې نه ده او دا یعنې د اوسلو، یا د دوه حکومتي عربي طرحې یا د پيړۍ د معاملې یا په دې وروستیو کښې د اړیکو د ښه کولو د سپکې طرحې په شان ټولې مخکښنۍ موافقې باطلې شوې دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د صهیونیسټي رژیم له ستړي کیدو سره سره د هغه د ډول ډول جنایتونو دوام ته په اشارې سره زیاته کړه: په اروپا او امریکا کښې د بشري حقوقو مدعي دروغجن چې د یوکراین په پيښه کښې یې غال مغال جوړ کړ، په فلسطین کښې یې د دې دومره جنایتونو په وړاندې خوله ګنډلې ده او د مظلوم دفاع نه کوي بلکې له خونړي لیوه سره مرسته هم کوي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود ټینګار وکړ: یوازې د مقاومت په ځوک سره چې د قرآن کریم له تعلیم او د ګران اسلام له احکامو اخیستل شوی دی، د اسلامي نړۍ ستونزې او په سره کښې یې د فلسطین مسئله هوارولی شو.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په لویدیځې آسیا کښې د مقاومت بڼه نیول د دې سیمې ترټولو برکتناکه ښکارنده وبلله او ویې فرمایل: د مقاومت برکت و چې د لبنان نیول شوې برخې ثې د صهیونیسټانو له سپیره شتونه پاکې کړې، عراق یې د امریکې له منګولو خلاص کړ او د داعش له شره یې وژغوره، د امریکې د پلانونو په وړاندې یې د سوري مدافعانو مرسته وکړه، له نړیوالې ترهګرۍ سره مقابله کوي، په تپل شوې جګړه کښې د یمن د مقاومو خلکو مرسته کوي، د خدای په فضل سره صهیونیسټي غاصبان په ګونډو کوي او په مجاهدانه هلوځلو سره د قدس او فلسطین مسئله د نړۍ عامه افکارو ته ورځ تر بلې څرګندوي.

parstoday

captcha