یوځل بیا له تاریخي نظره د الاقصی جومات په اسلامي کیدا ټینګار وکړ.
ایکنا خبري اژانس د الجزیرې ټیلي ويژن په قول راپور ورکړ د قدس لوړې کمیټۍ د عثماني حکومت د پړاو له نورو سندونو او مدرکونو سره یوځاې د « دوزدار» د سند په وړاندې کولو سره یوځل بیا د الاقصی جومات اسلامي والی تائید کړ.
په دوې کښې ځينې سندونه د لومړي ځل لپاره وړاندې شوي دي.
د «دوزدار » سند چې تر ټولو مهم سند دی هغه څه چې د سپیڅلي ځایونو د ترتیب د اوسني حالت په توګه پیژندل کیږي تنظیموي.
دغه حالت په اتلس وه دوه پنځوسم میلادي کال کښې د لومړي عثماني سلطان عبدالمجید لخوا له اروپايي هیوادونو سره په یوه تړون لاسلیک کولو سره ټاکي او د الاقصی جومات په کامل ډول په اسلامي والي ټینګار لري.
په اتلس سوه څلویښتم میلادي کال کښې د عثماني مشورتي شورا مشر محمد شریف د هغه وخت د قدس والي« احمد اقادوزدار» ته په خطاب کښې یو حکم صادر کړ.
په دغه حکم کښې چې یوه پوځي حکم ته ورته دی ویل شوي دي د لویدیځې کوڅې په ګاونډ کښې میدان او البراق دیوال تل تر تله د اسلامي موقوفاتو برخه دي.
دغه سند چې په دوزدار سند مشهور دی د عثماني پړاو یو تر ټولو مهم سند ګڼل کیږي کوم چې په قدس شریف کښې د اسلامي اوقافو د سندونو په ادارې : کښې ساتل کیږي.