IQNA

په پاكستان كې د قران منظومه ترجمه په هندكو ژبه كې خپره شوه

12:09 - March 31, 2009
د خبر لمبر: 1759106
نړيواله ډله:د پاكستان په پیښاور ښار كې د قران منظومه ترجمه په هندكو ژبه كې خپور شوه
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې له پاكستانی ورځپاڼی «News» یې نقلوی دا ترجمه د «عبدالغفور مالك» په لاس په شپاړسو كلونو كې د ميلادی كال په 2004 كې پاې ته ورسيده لومړی ځل د د هندكو د ګاندهارا ادبی، كلتوری او اجتماعی غونډې په ذريعه په پیښاور ښار كې خپور شوه
د دې منظومې ترجمې 1234 مخونه دی د قران پاك عربی متن د يو مخ اړخه دی او بل طرف ته یې د قران منظومه ترجمه دی
د دې ترجمې په سر كې د هندكو ګران او مشكل ټكی سره د اردو تشريح د مينه والو اسانتيا لپاره وړاندې شوې دی.
د دې ترجمې څه خرجه د صوبه سرحد د ايالتی حكومت او څه نوره چو ديندارو كسانو په غاړه اخستې دی
له دې مخكښې په هندكو ژبه كې منثوره ترجمه د «حيدر زمان حيدر» په لاس په كال 2004 ميلادی كې چاپ شوې ده
يادونه كوو چې له دې مخكښې منظومه ترجمه په پښتو ژبه كې په كال 1976 كې خپور شوې ده خو په افسوس سره ويل كیږی چې له هغې ترجمې يو څو نسخې پاتی دی دا ترجمه د بنګش سيمې اوسيدونكی ښاغلی جعفر حسين رښتونی كړې ده چې د استرزو اوسيدونكی دی او دا ترجمه د پیښاور د پښتو اكیډمی لخوا تاييده شوې ده.
د دې منظومی ترجمې څو نسخې په لاس كې شته او مينه وال كولې شی د دې يوازې ليدلو لپاره په پیښاور كې د ايران كلتوری مركز (خانه فرهنګ)، د پیښاور دينی مدرسه شهيد عارف الحسينې او د اوركزی ايجنسی د كلایې دينی مدرسې ته رجوع وكړی.
381347
captcha