IQNA

د قران پاك له نظره د يهوديانو د قوم څرګنديدل او څیړنه

9:14 - September 22, 2009
د خبر لمبر: 1828522
د تفكر ډله: دا يوه پوښتنه چې په اخر كښې به يهودی قوم سره څه كیږی؟ يوه ډېره مهمه پوښتنه ده چې د صهيونيسټو مقدر سره تعلق لری او حجت‌الاسلام و المسلمين ابوالفتح دعوتی په يوه مقاله كښې دا مسله په پراخه توګه څیړلې ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، قران كريم د بنی اسرائيل او د يهودو د قوم په هكله چې د حضرت موسی(ع) په لاس وژغوريدل شو، ځينې ضعفونه بيانوی او هغه كارونه چې هغوی پكښې د خدای نافرمانی كړې وه، لكه د غوا د بچی عبادت یې شورو كړ او د خدای له ايتونو یې مخ واړاوۀ. او همدارنګ سخت زړی شو او ډېر پيغمبران یې ووژل نو خدای ورته غصه شو او ذليل او خوار یې كړل. د پيغمبر(ص) په زمانه كښې يهوديان د مسلمانانو له ډيرو سختو دښمنانو څخه و او دې ته تيار شول چې د قريشو مشركانو سره يوځای شی او اسلام سره جنګ وكړی. هغوی د احراب جنګ جوړ كړ او څو څو ځله مسلمانانو سره وجنګيدل.
قران د يهويانو د قوم په هلكه داسې فرمايی: تاسو به يهوديان د مسلمانانو لپاره له ټولو سخت دښمنان بيا مومئ. او نن سبا همداسې ده چې د اسلام اصلی دښمنان همدغه يهوديان دی. په لاندينی متن كښې حجت‌الاسلام «سيد‌ابوالفتح دعوتی» چې يو قرانی څیړونكی دی د يهوديانو په هكله د ځينو پوښتنو ځوابونه وركوی.
بې له څه سريزې، قران كريم په يوسف سورې كښې د يهود قوم د پيدايش كيسه كوی چې په كومه طريقه یې مهاجرت وكړ او دولس قبيلې یې جوړې شوې. او بيا وروسته د اهلبيتو(ع) امامت ته اشاره كوی چې د يوسف له كوهی نه د څرګنديدو سره د دولسم امام د غيبو له پردې راوتلو ته اشاره كوی چې لكه څنګه هغه وخت حضرت يوسف ومانه همدارنګ به د زمانې امام ظهور كوی او خلك به یې منی.
د يوسف سورې په مقابله كښې په اسراء سورت كښې د بنی اسرائيل د قوم د بې لارۍ كيسه ده چې په وعده وركړې شوی ځمكه كښې دوی څه رنګ فساد كوی او تړون ماتوی او په نتيجه كښې ورباندې د خدای عذاب نازلیږی او د يهودو قوم زوال ته رسی او فرمايی چې د هغوی به د ابليس په شان هلاكیږی لكه څه رنګ چې د دجال راتللو ته په سوره بقره كښې اشاره شوې ده.
په اسراء سورت كښې چې د بنی اسرائيل د سورت دويمه نامه ده قران كريم د دوی كيسه په دې نكتو سره بيانوی:
موعودې ځمكې ته د پيغمبر(ص) راتلل
او په دې سورت كښې د پيغمبر(ص) په هكله خبر وركوی چې په كومه طريقه هغه مسجدالحرام او مسجدالاقصی ته راځی او حكومت به كوی. او د پيغمبر(ص) او د هغه ياران به د همدې ځمكې وارثان جوړیږی.
د حاكميت، عدالت او عبوديت لپاره د تورات نازليدل
قران كريم د دې سورت په دويم ايت كښې د حضرت موسی(ع) رسالت ته اشاره كړې او تورات نازليدو ته یې اشاره كړې ده چې ورسره حاكمت او عدالت برقرار شی.
د موعوده ځمكه كښې فساد او تباهی
په دريم ايت كښې د حضرت سليمان او داود عليهما السلام په مرسته بنی اسرائيل دې ځمكې ته د راتللو كيسه ده خو د خدای د حكمونود جاری كولو په ځای هغوی د كبر، فساد او تباهۍ په لور روان شول او قران فرمايی چې د دې په سزا كښې هغوی له سخت عذاب دی.
د بابل په زندان كښې د يهودی قوم هلاك
بيا قران كريم د دې قوم د هلاكت په هكله خبر وركوی چې بخت النصر او د هغه لښكر ورباندې راشی او دا د هغوی د عملونو نتيجه وه. (608ق.م)
بيا راتلل او رنسانس او د سليمان د معبد بيا ابادول
بيا قران د هغوی د واپس راتللو خبر هم وركوی چې خدای يو ځل بيا هغوی ته نعمتونه وركوی او مرسته یې كوی او د ايران د باجا كوروش له اويا كاله زندانه وروسته بيا ازادۍ (538 ق.م) په هكله خبر وركوی چې د حضرت موسی تورات یې بيا وليكل.
د بنی اسرائيلو دويم فساد
بيا قران د هغوی يو بل فساد ته اشاره كوی چې له واپسۍ وروسته بيا هغوی فساد كوی چې د روم او يونان كلتور ته ستانه شول چې د موسی(ع) شريعت یې ختم كړی او حضرت يحيی(ع) او زكريا(ع) یې قتل كړل او د عيسی(ع) له دينه یې انكار وكړ نو خدای یې د دويم هلاكت ذكر كوی. چې د روميانو په لاس هلاك شول.
«وَلِیُتَبِّرُواْ مَا عَلَوْاْ تَتْبِيرًا: بيا یې هلاكت ذكر كوی او فرمايی چې هغه څه چې تاسو جوړ كړی وو هغه یې ويران كړل د هماغه روميانو په لاس چې تاسو ورته مخ كړې و (70م)
د خدای د رحمت او مغفرت وعده
قران مجيد د دوی د دوه ځله هلاكت وروسته دوی ته خبر وركوی چې پوه شی چې د طاغوت عبادت دوی ته څه ګټه نه وركوی. بيا ورته قران يو ځل بيا د خدای د رحمت او مغفرت وعده وركوی چې هغه د پيغمبر(ص) راتلل دی چې څه هم تاسو حضرت داوود(ع) او حضرت سليمان(ع) او حضرت عيسی(ع) دروغ وبلل او پيغمبران مو قتل كړل او هلاكت مو هم وليد خو يو ځل بيا تاسو خپل رحمت حضرت محمد(ص) درلیږی د له طاغوته لاس واخلئ او د خدای بندګی شورو كړئ.
د يهوديانو اخرنې هلاكت
قران فرمايی چې يو ځل بيا د يهوديانو لپاره د هغوی د نافرمانۍ په سبب هلاكت ليكلی دی او د وړاندې غوندې به بيا دې ځمكې ته خپل بندګان راولیږی او تاسو به هلاك كړی «وَقُلْنَا مِن بَعْدِهِ لِبَنِی إِسْرَائِيلَ اسْكُنُواْ الأَرْضَ فَإِذَا جَاء وَعْدُ الآخِرَةِ جِئْنَا بِكُمْ لَفِيفًا» (سوره اسراء/104) او كله چې ستاسو د هلاكت اخرنۍ وعده راورسی نو مونږ د خپلې فيصلې مطابق تاسو يو ځل بيا هلاك كړو ځكه چې تاسو توبه ونه كړه او اخرنۍ وعده هماغه هلاكت دی.
د اسراء سورت په اتم ايت كښې فرمايی: «عَسَى رَبُّكُمْ أَن یَرْحَمَكُمْ وَإِنْ عُدتُّمْ عُدْنَا وَجَعَلْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَافِرِينَ حَصِيرًا» او كله چې يو ځل بيا تاسو دې ځمكې ته واپس راشئ او پكښې فساد وكړئ نو مونږ به هم خپل كار ته واپس شو او تاسو ته به عذاب دركړو. نو دې ته پام قران كريم د هغوی د اخرنی هلاكت وعده وركړې ده.
د هلاكت لپاره په فلسطين كښې د يهوديانو جمع كيدل
له تاريخ نظره كله چې يهودو د حضرت عيسی(ع) انكار وكړ او هغه حضرت ورباندې لعنت وكړ چې دوی دې دې پاكی ځمكې كښې نه شی پاتې نو په اويايم ميلادی كال كښې ورباندې د روم طيطوس د هغوی دښمن شو او ډېر يهوديان یې مړه كړل او باقی پاتې یې له فلسطينه بهر كړل او يهوديان په نزدې هيوادونو كښې اباد شول او دا د هغوی دويم هلاكت و چې په 70 ميلادی كښې ترسره شو.
كه څه هم په ظاهره يهوديان د لندن، پيرس او ماسكو د سفيانانو په لاس بيا دې ځمكې تا راټول شول خو په حقيقت دا د خدای تقدير دی چې دوی د نړيوالی د غضب سترګو ته راغونډ كړی او خپلو بندګانو ته يو بل د عبرت سبق وركړی.
مهمه خبره دا ده چې له اهلبيتو(ع) چې كوم روايتونه د اخرې زمانې په هكله راغلی دی په هغې كښې له امام حسن عسكری(ع) يو روايت دی چې د دې ايت په تفسير كښې وايی: «ان عدتم بالسفيانی عدنا بالقائم» چې كه تاسو د سفيانی په حمايت سره راټول شئ نو مونږ به خپل قائم آل‌محمد(ص) درولیږو چې تاسو هلاك كړی.
په اخره زمانه كښې د يهوديانو حكومت
قران دا ټول تاريخ بيان كړې او په اخر كښې مونږ ګورو چې يهوديان په (1948 م) كښې د صهيونيسټو په نامه يو حكومت د لندن او انګلينډ د حكومتونو په حمايت سره جوړ كړی دی.
چې قران كريم دې خبرې ته هم اشاره كړې ده چې دوی به دوباره دې ځمكې ته راګرځی او فساد به كوی او بيا د خدای د عذاب مستحق ګرځی او د هغوی لپاره يو لوی لعنت او سخت عذاب دی.
په دې ايت كښې «وَإِنْ عُدتُّمْ عُدْنَا» څو خبرو ته اشاره ده:
1- يهودی قوم به په اخره زمانه كښې دې ځمكې ته راځی.
2- د يهوديانو دا راغونډيدل به لږ لږ او ټولی ټولی وی «لفيفاً»
3- هغوی به په دې ځمكه كښې فساد او تباهی كوی.
4- كله چې اورشليم ته يهود راشی نو مسلمانان او نور قومونه به له دې ځايه وځی.
5- يهوديان به غالب شی او اسلام به ضعيف شی.
6- په دې ځمكه كښې به د هغوی پروګرام د اسلام په خلاف وی. «أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً».
7- د عبد طاغوت سره به دې ځمكې ته راځی.
8- په دې ځمكه كښې د هغوی د ظلمونو په مقابله كښې مسلمان قوم متحد شی او اسلام به ورباندې برې بيامومی چې ورته د رجعت اسلام ويل شوی دی.
9- په روايتونو كښې د يهوديانو بيا راتلل د دجال او يهود او سفيانی په تعبيراتو سره راغلی دی.
10- د دجال او سفيانی حكومت ځای به قدس وی چې د كفر او فساد له ټولو لويه تجلی به وی او په تاريخ كښې به له ټولو لويه تباهی كوی.
11- او په مقابله كښې به یې د ايمان او عدالت له ټولو يويه تجلی هم وی چې په روايتونو كښې ورته د اخرنۍ زمانی د امام د ظهور په روايتونو سره اشاره شوې ده.
12- چې خدای به د هغوی په ځواب له ځمكې او اسمانه په هغوی عذاب نازلوی او د ظلم او تباهۍ ځای به له منځه وړی.
قرآنی دليلونه
په قران پاك كښې په څو څو ځايونو كښې دې د يهوديانو دې لوی فساد ته اشاره شوې ده او د هغوی هلاكت یې بيان كړی دی.
«لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن بَنِی إِسْرَائِيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْیَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُواْ یَعْتَدُونَ» دوه ځله د حضرت داود او حضرت عيسی په ژبه په دوې باندې لعنت شوی دی.
د هغوی د طغيان په هكله فرمايی: «فَعَمُواْ وَصَمُّواْ» يعنی هغوی ته ډېر پيغمبران راغلل خو هغوبيا هم ګناه وكړه او د پيغمبرانو په مقابله كښې ورديدل.
مونږ خدايا دا سوال كوو چې څومره زر ترزره كيدی شی چې خدای دې دا ظالم حكومت د خپلو نيكو بندګانو په لاس زوال ته ورسوی چې تراوسه پورې د فلسطين مظلمو خلك اويا كاله د دوی ظلمونه زغمی. خدای در د دوی ظلم د خپل قائم په وسيله او د هغه د نائب برحق ولايت فقيه حضرت ايت الله خامنه ای په لاس زوال ته ورسوی او خدای پاك دې دا د مسلمانانو د وحدت سبب وګرځوی.
466053

captcha