IQNA

د قران 1595 خطی نسخې د امام رضا (ع) د زيارت كتابتون ته هديه شوې

19:04 - August 13, 2010
د خبر لمبر: 1972415
ادبی ډله: د قران ډېرې كميابې 1595خطی نسخې او خطی كتابونه د انقلاب د ستر لارښود له خوا د دې كال په لومړيو دريو مياشتو كښې د امام رضا (ع) د زيارت كتابتون ته هديه شوې.
د ايرن د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د استان قدس رضوی د كتابتونونو، ميوزيمونو او اسنادو له سازمانه یې نقلوی، د دې سازمان مشر ويل: په هديه شوی كتابونو كې اووه قرانی نسخې او 1588 خطی كتابونه شامل دی.
«محمدهادی زاهدی» وويل: دا كتابونه په ځينې موضوعاتو لكه طب، حكمت، رياضی، نجوم، ادبيات، تاريخ، فقه، اخبار او حديث كښې ليكلی شوی دی.
زاهدی زياته كړه: هغه كتابونه چې د انقلاب ستر لارښود دې كتابتون ته وركړی دی چې په 14 ټوكو كښې دكارپوهانو په لاس څیړل كیږی او تر اوسه پورې 6 چاپ شوی او خپاره شوی دی.
دا كتابتون له دې سببه اهميت لری چې دامام رضا (ع) زيارت سره منسوب دی او له همدې سببه ورته د نړۍ د مسلمانانو زيات پام دی او وقف كوونكيو ورته ډېر كتابونه وقف كړی دی.
چې په دې كښې له ټولو زيات وقف د انقلاب د ستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای مد ظله العالی له خوا شوی دی.
632190
captcha