IQNA

د نجف امام جمعی په عرفی ورځې د امام حسين عليه السلام د زيارت په هكله ټينګار وكړ‏

20:35 - November 13, 2010
د خبر لمبر: 2031198
نړيواله ډله: د نجف اشرف ښار د جمعی امام ښاغلی «سيد صدرالدين قبانچی» د عرفی په ورځ د امام حسين عليه ‏السلام د زيارت په كولو ډير ټينګار وكړ.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له مركز اطلاع رسولو یې نقلو ی چې د نجف اشرف د ‏جمعی امام ښاغلی «سيد صدرالدين قبانچی» پرون د جمعی په خطبو كې د دې مطلب په بيانولو سره وويل چې د مستندو ‏روايتونو پراساس د عرفې په ورځ مخكښې له دې چې د عرفې خلكوته نظر وكړی لومړی د حضرت امام حسين عليه ‏السلام سپیڅلی حرم او مزار ته د رحمت نظر كوی.‏‎ ‎
د نجف ښار د جمعی امام همدارنګ د حضرت امام باقر عليه السلام د شهادت او حضرت مسلم بن عقيل شهادت ته په اشارې ‏كولوسره وويل چې مسلم بن عقيل د كربلا غورځنګ لومړنۍ شهيد دی هغه د كوفيانو د بيعت اخستلو لپاره دلته لاړ ؤ او ‏مسافر ؤ شهيد شو.‏
‏694288‏
captcha