د «Khaleej Times» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د دبئ د اسلامی چارو او د خيريه فعاليتونو د سازمان رئيس حمدا الشيبانی ددغه خبر په اعلانولو سره ووئيل: د رسول اكرم(ص) د ميلاد جشن به يوه اونۍ دوام ولری.
ده زياته كړه: په دغه يوه اونۍ كښې به د ټولې دبئ په جوماتونو كښې د اسلام د ګران قدره پيغمبر(ص) د شخصيت او ژوندانه په هكله د ويناوو غونډې تر سره شی.
د دبئ د اسلامی چارو د سازمان د مشاورې او د تبليغ د څانګې مشر محمد المحيری هم په دې اړه ووئيل: د دبئ په مسجدونو كښې به د دغې يوې اونۍ په اوږدو كښې د مسلمانو علماو او پوهانو لخوا د حضرت محمد مصطفې (ص) د اخلاقو په باب له ٥٠٠ نه زياتې ويناوې وشی.
746865