IQNA

په پيرس كښې د اسلام او يهوديت د خبرو اترو په نوم يو كانفرنس جوړيدونكی دی.

11:11 - February 28, 2011
د خبر لمبر: 2087743
بين المللی ډله: ( نن سبا په فرانسه كښې د اسلام او يهوديت خبرې اترې) په عنوان سره يوه غونډه د كب د مياشتې په ١٦ د دوشنبې يا ګل په ورځ په پيرس كښې جوړیږی.
د «Saphirnews» خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كانفرنس به د پيرس ښار په «Christiane Peugeot» نومی فرهنګی مركز كښې په ځائی وخت د 9.30 نه تر 13.00 بجو پورې دوام ولری.

دغه غونډه چې د فرانسې د اسلام او يهوديت د دوستۍ د انجمن (AJMF) په همت سره تر سره كیږی، په فرانسه كښې د اسلام او يهوديت د دوستۍ په انجمن او په دغه هيواد كښې د اسلام او يهوديت د خبرو اترو په ډګر كښې د فعالو او دينی انجمنونو پورې د پيئلو ارګانونو وړومبۍ غونډه ده.
754560

captcha