IQNA

په قدس كښې د اذان د خپرولو د ممنوعيت له پاره د اسرائيلو غوښتنه رد شوه

17:19 - April 28, 2011
د خبر لمبر: 2113654
بين المللی ډله: د قدس شريف له جوماتونو نه د اذان د ملكوتی غږ د خپريدو د منعه كولو له پاره د اسرائيلو د استخباراتو د ادارې غوښتنه ددغه ښار د اسلامی انجمنونو له خوا رد شوه.
د islamtoday د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسرائيلو استخباراتی ادارې په دې ادعا سره چې د قدس د جوماتونو د صوتی سيسټمونو څخه د بانګ د غږ خپريدل د صهيونيسټی ښار ګوټی ميشتو له پاره زورونكی دی، د اذان د خپريدو د لغوه كيدو غوښتنه وكړه چې د قدس شريف اسلامی انجمنونو دغه وړانديز رد كړ.
د قدس مفتی شيخ محمد حسين څرګنده كړه: د اسرائيلو دغه وړانديز د قدس شريف د يهودی سازۍ له پاره د كوشش په لړ كښې شوی دی او نيواكګر كوشش كوی چې په دغه كار سره ادعا وكړی چې قدس يو اسلامی ښار نه دی.
د قدس د مسجدونو يو شمير امامانو او اسلامی شخصيتونو هم ټينګار وكړ : په قدس كښې مسجدونه او منارې د اسرائيلی نيواكګرو او ښارګوټی ميشتو نه مخكښې موجودې وې او دغه ښار ګوټی ميشت دې له دغه ښاره فورا واوځی.
782306
captcha