IQNA

ايت الله خامنه ای: دښمنان د ايران د ملت په خدايی او ولسی حركت نه شی بريالی كيدلای

21:49 - July 12, 2011
د خبر لمبر: 2153520
سياسی ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وكړ دښمنان د ايران د ملت په خدايی او ولسی حركت نه شی بريالی كيدلای.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای نن د ايران او تهران د سوداګرۍ د كوټو له مشر او مشره پلاوی سره په كتنه كې د بنديزونو او نورو دسيسو له لارې د ايران اسلامی جمهوريت ته د ګوزار وركولو لپاره د ايران د دښمنانو او امريكا هڅو ته په اشارې سره وفرمايل له دغو دباوونو د دښمنانو هدف د خلكو نهيلی كول او اسلامی انقلاب ته دماتې وركول دی خو د ايران د ملت په خدايی او ولسی حركت نه شی بريالی كيدلای.
د رهبرۍ ستر مقام ټينګار وكړ د ايران ولس به په هيلو او جهاد سره په درستو دسيسو برلاسی شی.
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای همدغه راز د اقتصادی جهاد كال ته اشاره وكړه او ویې فرمايل په دغه ستر جهاد كې د بريا لومړنی شرط د ايران له حالاتو سم او هيله من اخيستون برابرول او عمومی افكارو ته وړاندې كول دی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په بيلا بيلو زمينوپه تيره بيا اقتصادی مسئلو كې د ايران سترو پرمختګونو ته اشاره وكړه او په ډاګه یې كړه دغه هيله من نظر بايد د هر وړانديز او طرحې سريزه وګرځول شی او د حالاتو په بيانولو كې له منفی نظرونو او داغی ښودلو ډډه وشی ، ځكه چې د هيلو په سيورې كې تاندوالی راځی.
حضرت آيت الله العظمی ی خامنه ای د اساسی قانون د ۲۲ اصل كلی سياستونه د ايران په اقتصاد كې نوی لاره وبلله او ویې فرمايل په سترو اقتصادی ډګرونو كې د شتون لپاره د خصوصی برخو د ونډو او جرات پيدا كول د سوداګرۍ د كوټی مهمه دنده ده .
824728
captcha