IQNA

د واكمنانو ظلم او زياتی په سيمې كې د ولسی پاڅونونو سرچينه ده

23:08 - September 12, 2011
د خبر لمبر: 2186143
نړيواله ډله: د بحرين د منامی ښار د جمعی امام ښاغلی عيسی قاسم د ميلادی مياشتی ستمبر په نهمه نیټه د جمعی په خطبو كې وويل چې قومونه او ملتونه له خپلو غوښتنو لاس نه اخلی او د پاڅونونو د ختميدو امكان نيشته.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «alwefaq.net» یې نقلوی چې د بحرين د جمعی لمانځه خطيب ښاغلی آيت اللہ عيسٰی قاسم د جمعی په لمانځه خطبو كې وويل چې د حكومتونو او واكمنانو د ظلم او زياتی د ولسی پاڅونونو او ویښتيا سرچينه ده او نور ظلم او زياتی سره د انقلابونو لاره نشی بندولی كه څه هم ظلم زيات شی.
د بحرين د جمعی لمانځه خطيب ښاغلی آيت اللہ عيسٰی قاسم جوته كړه چې په عربی هيوادونو كې مظاهرې او ولسی انقلابونو له امله ظالم او بی انصافه واكمنانو د خپلو قومونو د غږ ځپلو لپاره د وينی وسله كاروی خو هغوی هير نه كړی چې د خلكو لاس به يوه ورځ د هغو غاړې ته رسیږی.
857683
captcha