د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ولسمشر د اطلاع رسولو ويب پاڼې یې نقلوی چې ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد له واشنګټن پوسټ ورځپانې سره په خبرو هيله من شو چې په راتلونكو څو ورځو كې به ئې فيصله وشی.
ډاكټر احمدی نژاد د سورئې د بدلونونو په باب هم د دې خبرې په كولو سره چې سوريه د مقاومت په لومړنۍ كرښې كې ده ټينګار وكړ، د سورئې ولسمشر يو لړ اصلاحات اعلان كړی دی او زه باور لرم نور بايد ګوتې پكې ونه وهی.
د اسلامی ايران ولسمشر هم دا راز د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبريال ته وويل، كه امريكا له هر ځايه شاتګ وكړی نوحالات به چورلټ ښه بلكې لابهتر شی.
861888