د «diplomatie»د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د فرانسې د بهرنيو چارو د وزارت په بيانيه كښې راغلی دی: دا ډول اقدامات د منلو نه دی او فرانسه د اسرائيلو له مشرانو نه غواړی چې د نيواكی ځمكو د اوسيدونكو او ودانيو د حفاظت په وړاندې په خپله دنده عمل وكړی.
د دغې بيانیۍ په دوام كښې لولو: د فرانسې دولت له اسرائيلو غواړی چې د فلسطين د خلكو پر خلاف د خشونت او د مقدسو ځايونو د سپكاوی عاملان محاكمه كړی.
يادونه كوو چې يوشمير تندلارو صهيونسټانو د پنجشنبې په سهار په لويدیځه غاړه كښې په برقه نومی كلی باندې په حملې سره النور نومې جومات وسوزوه. 916938