IQNA

ايت الله جنتی: د بحرين اولس د اسلامی ویښتيا په موضوع كې تر ټولو زيات مظلوم دی

19:48 - January 20, 2012
د خبر لمبر: 2260042
سياسی او ټولنيزه ډله: حضرت ايت الله احمد جنتی د تهران د جمعې لمانځه په خطبو كې د ايران د اسلامی شورا د راتلونكيو انتخاباتو د كم رنګه كولو لپاره د غليمانو دسيسو ته په اشارې سره وويل د ايران انقلابی اولس به د تيرو دريو لسيزو په شان د انتخاباتو په دغه پړاو كې هم په پراخ ګډون سره د غليمانو دسيسې شنډې كړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه موقته خطيب جنتی همداراز په نړۍ كې له تر هه ګرۍ مبارزه او د ډيموكراسۍ او بشری حقوقو د اجرا لپاره د استكبار او لويدیځ ادعا دروغ وبلله او زياته یې كړه استكبار پخپله په نړۍ كې د ترهه ګرو سرخيل دې .
ښاغلی جنتی د ايران د ایټمی پوه شهيد مصطفی احمدی روشن وروستی ترور ته په اشارې سره وويل د د سی ای اې او موساد د جاسوسی ادارو په لاس د ايرانی ځوانو پو ها نو ترور د بيلا بيلو علو مو په ډګر كې د ايرانی ځوانانو د پرمختګو نو په وړاندې د غليمانو د استيصال او استكبار بندون ته د رسيدا ښو دنه كوی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب جنتی د جمعې لمانځه د خطبې په بله برخه كې د بحرين له خلكو په ملاتړ كې پيل شوی حركت ته په اشارې سره وويل د بحرين اولس د اسلامی ویښتيا په موضوع كې تر ټو لو مظلو م دی او بايد په رسندوی او نورو ملګرتياو سره د هغو ملاتړ وشی .
حضرت ايت الله احمد جنتی په بحرين كې د ال خليفه رژيم د جنايتو نو په غند لو سره د بحرين له انقلابه په ملاتړ تينګار وكړ او ویې ويل د دغه انقلاب په ملاتړ سره مبارز ځوانان په زياتې ولولې سره د دغه رژيم پرضد د مقاومت لارې ته برياليتوبه پورې دوام وركو ی .
938323
captcha