د «afreeknews» خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د بنغازی تقريبا درې زره كسانو په تيرو څو مياشتو كښې په ځلونو د ليبيا د اساسی قانون د سرچينې په توګه له اسلامی شريعت څخه د ګټه پورته كونې په حمايت كښې مظاهرې وكړې.
مظاهره چيانو په لاسونو كښې د قرآن په اوچتولو سره د خپل هيواد حكومت ته په خطاب كښې نعرې ووهلې چې ( مونږ اسلامی قانون غواړو).
همداراز د دغې راغونډيدنې په دوران كښې د خلكو ترمينځ يوه بيانيه وويشل شوه چې د ليبيا په اساسی قانون كښې ئې د اسلامی شريعت وجود او شته والی ضروری بللې او له چارواكو ئې غوښتی وو چې د اسلامی شريعت موضوع دې د يو نه بدليدونكی اصل په توګه په نظر كښې ونيوې شی او د اساسی قانون د نورو مواردو پرخلاف دې دا كار بې له رايه اخيستنې تصويب كړی.
د وئيلو ده چې له دې نه مخكښې د ليبيا د انتقالی ملی شوری رئيس مصطفی عبدالجليل هم اعلان كړې وو چې په ليبيا كښې به د قذافی نه پس اسلام د قانون جوړونې اساسی سرچينه او منبع وی. 938553