IQNA

په اماراتو كښې د معذورانو لپاره د قرآن كريم ځانګړې مقابلې پيل شوې

23:44 - February 01, 2012
د خبر لمبر: 2266876
بين المللی ډله: د جسمی معذورانو لپاره د قرآن كريم د تلاوت، حفظ او تفسير د مقابلو دولسمه دوره له پرون څخه د ٣٣ سيالانو په ګډون سره د اماراتو په ( راس الخيمه ) سيمه كښې پيل شوه.
د اماراتو د (وام) نومې رسمی خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ( ايكنا ) د رپورټ له مخې: دغه مقابلې د راس الخيمه د واكمنې عالی شوری د غړی او د دغو مقابلو د حامی سعود بن صقر القاسمی په شتون سره پرون پيل شوې او تر سبا يعنې د سلواغې د مياشتې تر ١٣ نیټې پورې به دوام ولری.
د اماراتو د راس الخيمې د قرآن كريم د علومو د موسسې او د مقابلو د دارالانشاء له غړو څخه يوه تخصصی كمیټه د دغو مقابلو په اجرا كولو باندې څارونكې ده چې ٣٣ تنه اماراتی مقابله كونكی پكښې ګډون كوی. 945165
captcha