د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د بهرنيو چارو وزارت دمطبوعاتی دفتر د رپوټ له مخې، رامين مهمان پرست، د ايران د درېيو ټاپوګانو په اړه د قطر په پلازمېنه، دوحه كې د فارس خليج د ملګرتيا شورا د بېړنۍ غونډې د بيانیې په ردولو سره، دغه اقدام د ايران په كورنيو چارو كې ښكاره لاسوهنه وبلله او هغه یې وغندله.
مهمان پرست زياته كړه چې د درې ګونو ايرانيو ټاپوګانو په اړه د فارس خليج د ملګرتيا شورا په بيانيه كې د غير سازنده دریځ اعلان پړاو پای ته رسېدلی دی.
رامين مهمان پرست د ايران په سويل كې ابوموسی ته د ايران د اسلامی جمهوريت د ولسمشر، محمود احمدی نژاد وروستی سفر د ايران پر خپلواكۍ پورې اړونده وباله او زياته یې كړه چې د ايران پر خاوره پورې ددې ټاپوګانو اړوندتوب، ثابت، نه بدلېدونكی او د خبرو اترو نه وړ امر دی.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت، د ښه ګاونډيتوب، متقابل درناوی او د يو بل پر كورنيو چارو كې د نه لاسوهنې د اصولو پر بنسټ په فارس خليج كې د ګاونډيو هېوادونو او ايران د اړيكو او ملګرتياوو د پراختيا په اړه د ايران د اسلامی جمهوری دولت د اصولی سياست پر پراختيا ټينګار وكړ.
د فارس خليج د ملګرتيا شورا غړو ابوموسی ټاپو ته د ايران د اسلامی جمهوريت د كورنی سفر په اړه په خپله د سه شنبې شپې په بېړنۍ غونډه كې، يوځل بيا په خپلو بې ځايه ادعاګانو كې وويل چې درې ګونې ايرانی ټاپوګانې د اماراتو ملكيت دی.
988940