د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د الشروق آنلائن د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د الجزائر د دينی چارو او اوقافو وزارت په دې وروستيو كښې د دغه هېواد په جوماتونوكښې له چاپی غلطيو نه د ډكو قرانی نسخو د وېشلو اقدام كړے دے.
دغې وزارتخانې دغه قرانی نسخې په جوماتونو كښې ویړيا وېشلی دی چې نمونځګزاری ترې نه استفاده وكړی، په داسې حال كښې چې په دغو قرانی نسخو كښې ځينی مبارك ايتونه او سورتونه نۀ دی چاپ شوی او ځينې سورتونه او ايتونه پكښې دوباره چاپ شوی دی.
د مثال په توګه په دغو قرانی نسخو كښې سورۀ ابراهيم، سورۀ حجر اوسوره نحل نه دی چاپ شوی او د سورۀ اسراء له اول نه تر اتلسم پورې ايتونه هم نۀ دی چاپ شوی.
د الجزائر د يو جومات امام په دې حقله وويل: دې ته په پام سره چې عام خلق د قران شريف حافظان نۀ دی نو ځكه په دغو قرانونو كښې چاپی غلطيو ته نه متوجه كیږی او ايتونه غلط حفظ كوی او يا یې قرائت كوی او دا غلطيان د روژې په مباركه مياشت كښې چې خلق ټولو قران شريف ته متوجه دی او مينه ورسره لری زياتې دی.
هغۀ د الجزائر د ينی چارو او اوقافو له وزرات څخه وغوښتل چې چاپی قرانونه دې زر ترزره له جوماتونو څخه واپس غونډ كړی او بيا دې داسې غلطۍ تكرار نۀ كړی.
1068399