د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د emarrakech د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د اېټلی د شمالی اتحادیې افراطی ښی پالی ګوند نمائنده په يوه وېنا كښې دګستاخانه فېلم له جوړوونكی څخه دخپل ملاتړ په ترڅ كښې وويل: يورپی يونين ته پكار دی چې د بيان د ازادۍ په نامه دې د دغه فېلم د خپرولو او خلقو ته د دغه فېلم د معرفی كولو زمينه برابره كړی. د يورپی اتحادیې ښی پاله ګونه په ٢٠٠٦ كال كې په يو ډنماركی خپرونه كښې د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې له سپكاوی نه د ډكو تصويرونو له خپرېدو نه پس خبر وركړ چې د برلوسكونی د كابينې يو وزير چې د دغه ګوند يو غړے ؤ په هغه ټی شرټ سره د كابينې په غونډه كښې حاضر شو چې په ډنماركی نشريه كښې چاپ شوی له سپكاوی نه ډك كارټونونه ورباندې جوړ شوی وو.
همدارنګ دغه ګوند د اېټلی مسلمانانو ته اجازه نه وركوی چې په مختلفو ښارونو كښې جوماتونه يا د نمانځه ځايونه جوړ كړی.
1101064