جرمنی کې د «جومات خلاصې دروازې» ورځې مراسم/ هامبورګ
د اکتوبر میاشتې دریم تاریخ د غیر مسلمانانو لپاره یو ښه او مناسب فرصت دی چې د «جومات خلاصې دروازې» ورځ باندې د اسلام دود، کلتور او سنت نه په جومات کې آشنا شی، دا ورځ چې د شرقی او غربی جرمنی اتحاد سره تړلې په جرمنی کې په رسمی توګه تعطیل وی، دا وړاندیز په کال ۱۹۹۷ کې د مسلمانانو عالی شورا له اړخه وړاندې شوی وو. د هامبورګ اسلامی مرکز چې د دې ورځې ټاکلو بنسټګر کې وو، دې کال یی هم د نورو کلونو غوندې د اکتوبر درېمه ورځ باندې یو ځانګړی پروګرام پیل کړو.