IQNA

د حسیني استانې له اړخه د قرآن کریم قرائت تګرامي مقابلو لپاره غوښتنه

4:40 - February 11, 2016
د خبر لمبر: 3479862
نړیواله ډله: د امام حسین علیه السلام سپېځلې استانې سره تړلې دارالقرآن، د قرآن کریم قرائت نړیواله مقابلې ړومبنۍ دوره د ټولنیزه چینل ټلګرام له لارې پیل کوي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د قاف خبرونو نه په نقل، د امام حسین علیه السلام سپېځلې استانې سره تړلې دارالقرآن، 009647719491040 شمېره ټولنیزه چینل ټلګرام باندې د قرآن قرائت نړیواله مقابلې ړومبنۍ دوره پیل کولو لپاره ټاکلې.

د دې راپور له مخې، مینه لرونکې په دې مقابله کې ګډون کولو لپاره باید له سوره فجر نه خپل قرائت تجوید سره په ټاکلې شوي شمېره ولېږي.

په اخیرنۍ مرحله کې به ړومبني ۵۰ قرائت کوونکې به اخیرنۍ مرحله کې شتون لپاره انتخاب کېږي او هغه کسان چې ړومبني مرحله کې انتخاب شې، باید په اخیرنۍ مرحله کې شتون لپاره خپل د تجوید قرائت ویډیو دوتنه کې را ولېږي.

د قرائت اخیستلو اخیرني وخت ۲۰ جمادي الثانی د حضرت زهراء سلام الله علیها زوکړې ورځ اعلان شوي، او اخیرني مهلت د اخیرني مرحلې(۵۰ قرائت کوونکې) قرائت اخیستلو وخت تر ۱۳ رجب د حضرت امام علی علیه السلام د زوکړې ورځ ټاکلې شوي.

د دې مقابلو ړومبني نه تر دریم کس به کربلا کې «ربیع الشهاده» (د شهادت بهار) کلتوري او دیني نړیواله جشنوزمه کې شتون لپاره او د امام حسین علیه السلام سپېځلې حرم کې قرآنی غونډو کې ګډون لپاره دعوت کېږي او همدغه جشنوزمه کې به لمانځلې کېږي.

«ربیع الشهاده» (د شهادت بهار) کلتوري او دیني نړیواله جشنوزمه هر کال په درېم شعبان د امام حسین علیه السلام د زوکړې په ورځ د نړۍ مختلفو هیوادونو نه راغلې شخصیتونو په شتون سره کربلای معلی کې شروع او تر پنځم شعبان پورې پیل کېږي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3474568


captcha