IQNA

د امریکا ولسمشر انتخاباتو کې د جمهوري خواه ګوند کانديد له اړخه یو ځلې بیا د مسلمانانو سپکاوي

19:26 - February 19, 2016
د خبر لمبر: 3479881
نړیواله ډله: د امریکا ولسمشر انتخاباتو کې د جمهوري خواه ګوند له اړخه یو کانديد د مسلمانانو سپکاوي کړي او ویلې دې هغه مسلمانان چې وایئ د امریکا په قانون او د اسلام د شریعت په قانون نه پیروي کوي، د شيزوفرېني مرض کې اخته وټاکل.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «WND» نه په نقل، کارسن د امریکا «بریت بارت» خبرونو چینل سره مرکه کې د امریکا ښاریزه مسلمانانو یو ځل بیا سپکاوي کړي او ادعا یی کړي چې هغه مسلمانان چې د اسلامی قوانینو نه پیروي کوي، د امریکا په ټولنه کې نشي سره یوځای کېدلي.

دې د اعصاب او مغزو څنګ ته شوي ډاکټر زیاته کړه: دا مسئله هله د امکان وړ لري چې که دې شیزوفریني وي.

کارسن همدارنګه د اسلام سوله یز دین ګڼلو پوري مسخرې کولو سره ادعا وکړه: اسلام د سولې دین نه دي بلکې د برلاسي دین دي.

هغه له دې نه مخکې هم اعلان کړي وو چې یو مسلمان هیڅکله د امریکا ولسمشر نشي جوړېدلي او مسلمانان د ولسمشرې لپاره مناسب نه دې.

کارسن د امریکا د ولسمشرې انتخاباتو لپاره کانديد دي چې د اسلام په خلاف خبرو نه ناوړه استفاده کولو سره امریکا کې د اسلام خلاف موجود کسان ځان ته جلب کولو کوښښ کوي.

د کارسن نه علاوه دانلد ترامپ د ولسمشرې لپاره یو بل کانديد دې چې خپل انتخابی کمپاین کې له دې خبرو نه استفاده کړي.

نتیجه کې دا رنګه د اسلام نه ویرولو او د امریکا د مسلمانانو خلاف امریکا کې منفي احساسات او لفظی او عملي حملو سبب ګرځېدلي.

http://iqna.ir/fa/news/3476349

captcha