قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د جمهوری اسلامی ایران قرآنی نړیواله مقابلې د راروان کال اردیبهشت میاشته کې د زړه روښانه کسانو قرآنی نړیواله مقابلو سره پيل کېږي.
دا خبر په غیر رسمي توګه اعلان شوي او په راروانو ورځو کې به تکمیلې خبر یی اعلان کېږي، خو ولې د اوريدلو پر اساس، د دې مقابلو له جمهوری اسلامی ایران نړیواله قرآنی مقابلو سره سم او په یو وخت پیل کېدل څرګنده دې، د راروان کال اردیبهشت میاشته کې د مختلفو هیوادونو نه د قاریانو او حافظانو سره سره د زړه روښانه(ړندو) قاریانو او حافظانو مقابلې به هم پیل کېږي.
دې مقابلو کې د ایران د استازی په توګه ګډون کولو لپاره د قاریانو او حافظانو ترمنځه مقابلې به په نږدې ورځو کې ترسره کېږي،
د هیواد خیریه سازمان چې د دا مقابلې د دغه سازمان په مرسته پيل کېږې له تېرو کلونو نه دا مقابلې پيل کولو لپاره د قرآنی مقابلو د همغږۍ ستر مرکز سره اړیکې نیولې وې خو ولی د مختلفو چارو له کبله دا امر تراوسه ترسره نه شو.