IQNA

پاکستان کې د شیعه شخصیتونو هدفي وژنه

22:24 - December 02, 2016
د خبر لمبر: 3480292
نړیواله ډله: پاکستان کې د یو شمېر شیعه شخصیتونو هدفي وژنه په تېرو اخیرو ورځو کې د ترهګرو له اړخه زیاته شوي.
پاکستان کې د شیعه شخصیتونو هدفي وژنه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د دان نیوز خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د پاکستان کراچۍ ښار کې د ترهګرو له اړخه د شیعه شخصیتونو هدفي وژنې ادامه لري چې په کې د جوهر موړ سیمې ترافیکي لوړ چارواکې فیض علی شګری، په اتم آدر باندې د خپلې ترهګرې حملې هدف ګرځولې دي.

په دې حمله کې د هغه ډرایور سخت ژوبل شوي.

همدارنګه یوه بله پېښه کې سید ظفر حسین د یو څو نامعلومو موټرسایکل سپرو کسانو له اړخه د حملې هدف ګرځېدلي خو ولی د هغه د څارونو له اړخه په وخت باندې ځواب ورکولو په سبب ترهګر تښتېدلې او دغه شیعه شخصیت بچ شوی دي.

د کراچۍ پولیسو دا حملې فرقه وارانه اقدامات ټاکلې.

څو ورځې مخکې هم یو شیعه ډاکټر چې خالد نوم لري او د پنجاب ساهیوال سېمې اوسېدونکې دي د خپل زوی علی رضا سره د ترهګرو له اړخه د حملې هدف ګرځېدلی وو چې خالد په دغه برید کې شهید او د هغه زوی علی رضا سخت ژوبل شوي.

http://iqna.ir/fa/news/3549901


captcha