مظاهرې کې ګډون کوونکو د «روهنیګیا ته نجات ورکړي» شعار پټۍ په سرونو باندې تړلې وو او په لاسونو کې د روهینګیا مسلمانانو نسل او قوم وژنې محکوم کولو لیکلې شوې شعارونه نیولې وو.
په دغه غونډه کې اعتراض کوونکو له نړیواله ټولنې نه غوښتنه وکړه چې د میانمار حکومت باندې زور راوړې چې د روهینګیا مسلمانانو باندې د دغه تاوتریخوالي اقدامات بس کړي.
دا مظاهرې داسې وخت کې وړاندې شوې چې د مالیزیا لومړي وزیر نجیب تون رزاق د روهنګیا مسلمانانو په خلاف د میانمار حکومت اقداماتو ته پایی ورکولو باندې سخت او تیز تقریر کړي دي چې کار پوهاند په دې باور دې چې د هغه دا څرګندونې به د کوالالمپور او نایپیداو ترمنځه اړیکې به د ترينګلتيا سبب شي.
یادښتونه: د میانمار غربی شمال په راخین ولایت کې مېشت د روهنیګیا یو زیات شمېر مسلمانان له کال ۲۰۱۲ نه تر اوسه د بودائی افراطی ډلو د تاوتریخوالي سره مخامخ دي، خو میانمار کې د مسلمانانو خلاف یو ځلې بیا تاوتریخوالي پېښو کې زیاتي راغلي چې سبب یی د ۹ پولیس چارواکو د راخین ولایت کې وژنه ده چې د روهینګیا مسلمانان باندې د دغه قتل تور لږولي. چې په دغه تاوتریخوالی کې په سلګونو کسان مړه او زرګونو کسانو د مرګ له وېرې خپل کورونه ترک کړې چې د پولیسو ورته سوځولې.
http://iqna.ir/fa/news/3556766