قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د دیلی صباح ورځپاڼې نه په نقل، د دغه جومات موذن عزیز وویل: د قرآن دا نسخې چې د جومات بېرته جوړولو کې پیدا شوي، د دویم سلطان عبدالحمید دور سره چې له کال (1874-1908) عثمانی باچا وو سره تړون لري.
د عربی ژبې لنډېز له مخې چې د دې قرآن په شورو کښې لیکلې شوي دا قرآن د سید مصطفی نظیف افندی په کال ۱۸۸۷ کې لیکلې او بیا یی فلسطینی کسانو باندې خرڅ کړي.
عزیز وویل: د قرآن کریم دا نسخې ممکنه ده چې ډېر زر نندارې لپاره وړاندې کړلې شي او کېدلي شی د قرآن کریم نورې نسخې هم په دې سیمه کښې کشف شي.
دویم عبد الحمید سلطان د خپلې بادشاهي په وخت کښې د ماډرن صهیونیسم بنسټګر «تئودور هرتسل»، هڅو چې په فلسطین کښې یو یهودی هیواد جوړ شي سره مخالفت کړي وو.
که څه هم هرتسل د بریتانیا بادشاهي په حمایت سره په کال ۱۹۱۷ کښې په دغه کار کښې کامیابه شو خو ولی دویم سلطان عبدالحمید په خپل وخت کښې اعلان کړي وو چې له دغه ځمکې حتی یو لېشت ټوټه به هم خرڅه نکړي ځکه چې دا یواځې له هغه سره تړون نه لري به بلکې د ټولو مسلمانانو سره تړلې ده.
http://iqna.ir/fa/news/3669886