IQNA

په هند کښې د داعش او القاعده د خپلو ځواکونو د ودې لپاره مقابلې

14:27 - December 29, 2017
د خبر لمبر: 3480912
نړیواله ډله: په ټولنیزه چینلو کښې خپور شي پیغامونو پر اساس، د داعش او القاعدې ترهګرو ډلو په هند کښې د خپلو ځواکونو د وده لپاره په مقابلې کښې دي.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د thehidu خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په اخیرنۍ میاشته کښې دوه ترهګرو ډلو خپل لمسیدونکي پيغامونه د هند په ټولنیزه ویبپاڼو کښې خپور کړي چې دا خبره په ګوته کوې چې دا دواړه ترهګري ډلې هڅه کوي چې په دغه هیواد کښې خپل تبلیغاتو ته وده ورکړي.
د هند یو امنیتي افسر په دې اړه وویل: امنیتي ځواکونو د دغه ټولنیزه چینلو مطالبو ته په رسېدنه کښې وو چې د القرار نومې داعشي ډلې مطالب یی ترلاسه شو او اندېښنه شوه ورسره.
رسانه القرار چې په کال ۲۰۱۴ کښې د داعش له اړخه جوړ شوي په دریم دیسمبر یی په هند باندې د برید کولو بیان خپور کړو او ورپسې د داعش ټلګرام ګروپ د القاعیده سره تړون لرونکې انصار غزوه الهند ډلې سره چې د حزب المجاهدین ډلې مخکې مشر ذکیر موسی یی څارنه کوي داعش ته خلک جذب کولو لپاره هڅې شروع کړي.
دې امنیتي افسر څرګنده کړه: مونږ له دې پېښي ډېر حیرانه شو ځکه چې د انصار غزوه الهند ډله له القاعده سره تړون لري او بیا همدغه وخت د القرار ټلګرام له لارې انصار غزوه الهند ډله داعش ته جذب کولو لپاره تشویق کړه.
هغه وویل: القاعده او داعش ډلې په هند کښې د حکومت جوړولو له ماتې نه ورستو د تبلیغاتو لار خپله کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3675632
captcha