IQNA

په «ميدي» صحرا کښې سعودي تيريګرو ته د يمني ځواکونو درانۀ زيانونه

16:56 - June 30, 2018
د خبر لمبر: 3481286
نړیواله ډله:د يمن د حجه صوبې په ميدي صحرا کښې د تيريګرو په خلاف د دغه هېواد د فوځي او ولسي ځواکونو په عملياتو کښې د سعودي ائتلاف پينځه فوځي لارۍ تباه شوې او پکښې سوارۀ ټول فوځيان په هلاکت ورسېدل

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د المسيره په نقل سره د مهر خبري اژانس د رپوټ له مخې يمني ځواکونو همدارنګ هم په ميدي صحرا کښې له تيريګرو سره متعلق يو ټينک تباه کړ.
د يمن د سمندري او ساحلي دفاع فوځی او ولسي ځواکونو د دغه هېواد په لويديځو سواحلو کښې د سعودي – اماراتي ائتلاف د سمندري ځواک هيلي کاپټري عمليات شنډ کړل او تيري ګر يې په شاتګ ته مجبور کړل.
د سعودي او اماراتو د ائتلاف ځواکونو د جون له نولسمې نېټې څخه د زمکې، سمندر او هوا له لارې په الحديده بندر او هوائي اډې حمله وکړه چې دغه مهم بندر ونيسي خو د يمن د انصارا... او ولسي ځواکونو په مقاومت سره ناکامه پاتې شول.
له بلې خوا په راتلونکو دوو مياشتو کښې د يمن په خلاف له سعودي – اماراتي تيريګر ائتلاف څخه د وتلو لپاره د ملېشيا د حکومت له وروستي اقدامه وروسته د يمن خارجه وزارت د دغه ائتلاف له غړيو هېوادونو څخه وغوښتل په خپلو سياستونوکښې په بيا کتنې سره دې په يمن کښې خپل شتون ته خاتمه ورکړي.
د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهسې په يمن د تيريګرو په حملو کښې تر اوسه په لسګونو زره يمنيان مړۀ او ژوبل شوي دي.
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i74205

captcha