د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،هغه پرون په پلازمینې صنعا کښې په پراخ لاریون کښې چې په خپلې وینې سره د خپل شرف دفاع کووپه شعار سره وشو وویل که چیرې تیریګر هیوادونه د جنګ د دوام غوښتونکی وی دیمن بچیان ددغه جنګ د دوام لپاره مشکل نلری او امکان نشته چې ذلت قبول کړی.
محمد علی الحوثی په الحدیده روغتون د سعودی عربستان دتیریګر ائتلاف د حملې په غندلو سره وویل دامریکا او دسعودی عربستان دائتلاف اقدام چې دنړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ او جنګی جنایت ګڼل کیږی ددغه ائتلاف ترهګر ماهیت په ډاګه کوی .
دغه راز دیمن پوځ او ولسی کمیټیو بیګا دسعودی عربستان په جنوب کښې په جیزان کښې ددغه هیواد د ګوډاګیانو په سنګرونو د زلزال یو(۱) ډوله توغندی حمله وکړه .
دیمن عسکرو پرون دعربستان په جنوب کښې په عسیر ولایت کښې په مجازه سیمه کښې هم د ګوډاګیانو په مرکز د توغندیو او دتوپونو حمله وکړه .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i75292