ایکنا، د صفرې اته ویشتمه نیټه د اسلام د ګران پیغمبر صلی الله علیه و آله او همداراز د هغه بزرګوار د یوه پاک لمسی حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام دشهادت کلیزه ده .
په دې مناسبت د اهل بیت علیهم السلام مینه وال د ویر دستورې جوړوی او وینا و ال د اهل بیت علیهم السلام په سیرت او ځانګړتیاؤ او دهغوی په غوره اخلاقو او رودو رڼا اچوی او مینه وال هم ورځینی خپل زړونه خړوبوی. بیګا په درست ایران کېد حضرت امام رضا علیه السلام ، حضرت بی بی معصومه سلام ا.. علیها دسپیڅلو حرمیّنو ، جوماتونو ،امامباړو او عبادت ځایونو کې په دې اړه دغم او ویر دستورې جوړې شوې او عزداری ترسره شوه. نن هم په پاکستان کښې د اهلبیت علیهم السلام مینه وال په دغم او ویر دستورې او عزاداری ترسره کوي.