IQNA

د بریګزیټ ګوند لپاره د برطانیه کاندیدا د اسلام نه ویره باندې تورن شو

21:42 - December 04, 2019
د خبر لمبر: 3482560
نړیواله ډله: په ټولنیزه چینلو کښې د اسلام نه ویره خپرولو باندې د برطانیه په راروانو انتخاباتو کښې د بریګزیټ ګوند کاندیدا تورن شو.

د ایکنا راپور له مخې، د بیرمنګهام میل نه په نقل، د بریګزیټ ګوند کاندیدا ندرو‌ ګارکرز(Andrew Garcarz)په برمینګم لیدیووډ (Birmingham Ladywood)کښې د ټولنیزه چینلو له لارې په «کرکه نه هیله» کمپین کښې په نښه کوي چې هغه د ترهګرۍ په اړه یو مطلب کښې ادعا کړي چې د دغه هیواد ستونزه اسلام دی.
ګارکرز څلور کاله وړاندې د اسلام او د ایرلینډ ازاديخواه وسله والي ډلي چې په برطانیه کښې د یو ترهګري ډلي په توګه پیژندلي کېږي، په مقایسه کښې ویلې و: دلته د اسلام شتون مشکل دی او تر هغه وخته چې مونږ یې ترمینځه یوسو نړۍ به د امن ځای نه وي.
د کرکه نه هیله کمپاین ویاند وویل: یواځي نایجل فاراژ(د بریګزیټ ګوند مشر) کولي شي چې د ګارکرز غوندې کس د نړۍ په کچه فرهنګي ښارونو نه یو ښار کښې هغه د انتخاباتو کاندید جوړ کړي. دا څرګنده توکمپاله او بې پرواه دی او په نښه کوي چې څومره د تکبر نه ډک دي او د بیرمینګم د خلکو څومره احترام کوي فکر کوي دا کس د پارلمان د غړي جوړیدو لپاره مناسب دی.
https://iqna.ir/fa/news/3861628/

captcha