IQNA

د حجاب په سبب له امریکایې رسټورنټ نه د کارګرې ویستل

1:01 - January 02, 2020
د خبر لمبر: 3482625
نړیواله ډله: یو مسلمانه ښځه چې د امریکا په دالاس کښې د فاسټ فوډ په یو رسټورنټ کښې کار کولو، وایې د دغه رسټورنټ مالک هغه د حجاب په سبب له کاره څنګ ته کړې او ویستلې ده.

د ایکنا راپور له مخې، له مترو څخه په نقل، دا ښځه چې فولاکه آده بولا نوم لري، په ټویټر ټولنیزه چینل کښې یوه ویډیو خپره کړې چې په هغې کښې د دغه رسټورنټ له مشر سره د حجاب په اړه بحث کوي.
دا پیښه د چیکن اکسپرس په یوې برخه کښې چې د دالاس ښار په فورت وورث سیمه کښې شتون لري رامخامخ شوې ده.
د دغه ویډیو په یوه برخه کښې دغه حجاب لرونکې ښځه د دغه رسټورنټ مالک ته د حجاب په اړه توضیح ورکوي او وایې چې دا زمونږ د دین جزء دی. خو د رسټورنټ مالک د آده بولا خبرو ته غوږ نه اچه وي.
آده بولا د دغه فلم په اړه لیکې: په دې وروستو کښې می د اسلام دین خپل کړی او اراده مې کړي چې حجاب ولرم. نن چې کار ته لاړم نو له کاره یې څنګ ته کړم. ځکه چې ما حجاب لرلو چې د کار په جامه کښې شامل نه وو او اجازت مې نه درلودو چې حجاب ولرم. بې له شکه چې دا تبعیض دی او زه اصلا د دې تحمل نه لرم.
البته تراوسه د چیکن اکسپرس مشر په دې اړه څه غبرګون نه دی څرګنده کړی.
https://iqna.ir/fa/news/3868121

captcha