IQNA

د ښاریزو لپاره د نوې قانون په خلاف د شیکاګو د میشته هندیانو احتجاج

22:32 - January 18, 2020
د خبر لمبر: 3482700
نړیواله ډله: د امریکا په شیکاګو ښار کښې د هندي ټولنې په هند کښې د ښاریزو د نوې قانون په خلاف لاریون پيل کړ.

د ایکنا راپور له مخې، له Block Club Chicago څخه په نقل، د امریکا په شیکاګو ښار کښې د هندي تبار ټولنې غړو په هند کښې د ښاریزو په نوې قانون باندې نیوکه وکړه او په دغه ښار کښې لاریون پيل کړ.
د هند د ښاریزو نوې قانون په شیکاګو او نورو امریکایې ښارونو کښې د هندي ټولنې په دوه دړو کښې د ویش سبب ګرځیدلې دې. په داسې حال کښې چې ځینې مهاجران له دې اقدام څخه ملاتړ کوي او ځینې نور په سختۍ سره د دې مخالف دي. مخالف ډله وایې چې د دې لاریون هدف د هند د حکومت لخوا د تبعیضي اقداماتو په خلاف د یو والی او اتحاد ښودل دي.
د دې لاریون پيل کوونکې سامیا مصطفی (Sameena Mustafa)، وویل: په هند کښې د مسلمانانو اذیت او ازار په امریکا کښې له اوسیدونکو سره هیڅ فرق نه لري چې له مسلمانانو هیوادونو څخه دي هیواد ته سفر کوي او له هغوي مخنیوې کېږي. مونږ په هند کښې د فاشيست غورځنګ او د هغه څه په اړه چې په امریکا کښې ترسره کېږي ته یو شان ګورو چې یقینا ډارونکي دي.

https://iqna.ir/fa/news/3872302

 

captcha