د ایکنا راپور له مخې، د سیمې له ډیرو عربيانو، د تهران په جمعې لمونځ کښې د انقلاب د معظم رهبر عربي خطبه چط د عربي هیوادونو د خلکو لپاره یې قرائت کړې وه، ترې ستاینه کړې ده.
د عربي نړۍ مشهور شنونکې، خبریال او د الجزیره خبري چینل تیر مجري جمال ریان په خپل ټویټر پاڼه باندې د تهران د جمعې په لمانځه کښې د انقلاب د معظم رهبر لخوا د عربي خطبې چې بي عیبه او بې نقصه یې لوستلې په اړه وویل: زه شهادت ورکوم چې د آیت الله سید علي خامنه ای د ایران د انقلاب معظم رهبر په خوږې او بې نقصه عربی کښې خبري وکړي او د هغوي د خولې د عربي ژبې اوریدلو د ډیرو عربي حاکمانو له خبرو څخه زیات خوندور و.
د الجزیره چینل دې مشهور مجري د انقلاب د معظم رهبر د خطبې یوه ویډیو هم په خپل ټویټ کښې خپره کړه.
د رای الیوم ورځپاڼې مشر عبدالباري عطوان هم د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په تهران کښې د جمعې په لمانځه کښې د عربي خطبې ستاینه کړې وه او هغه یې سلیس او روانه ګڼلي وه.