IQNA

د قرآن پښتو ترجمه په ایران کښې د قم د حوزې د کال غوره کتاب شو

16:56 - January 26, 2020
د خبر لمبر: 3482729
نړیواله ډله: په پښتو ژبه د قرآن کریم ژباړه د ایران د قم ښار د جامعة المصطفى (ص) علمیه حوزې د کال د غوره کتاب په توګه انتخاب شوه.

د ایکنا راپور له مخې، په پښتو ژبه د قرآن کریم ژباړه د ایران د قم ښار د جامعة المصطفى (ص) علمیه حوزې د کال د غوره کتاب په توګه انتخاب شوه.
د حجت الاسلام مولانا محمد رحیم دراني په قلم د قرآن مجید پښتو ترجمې، د قم د جامعة المصطفى علمیه حوزې له خوا د کال د غوره کتاب انعام ترلاسه کړ.
د قم د جامعة المصطفى علميه حوزې د کال د کتاب په یویشتمه غونډه کښې چې د یوشمیر سترو عالمانو په شتون سره د قم په مقدس ښار کښې ترسره شوه، د ښاغلي محمد رحیم دراني د کړې ترجمې په قدرونې سره، دوي ته د کال د غوره کتاب انعام ورکړی شو.
د ویلو ده چې د محمد رحیم دراني په قلم د قرآن پاک د پښتو ترجمې مخ کتنه تیر کال د تهران د قرآن په نړیوال نندارتون کښې په یو لړ مراسمو کښې شوې وه چې په تهران کښې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیر په شمول د دغه هیواد، افغانستان او پاکستان ګڼو شخصیتونو په کښې ګډون کړی ؤ. د قرآن پښتو ترجمه د ایران د جامعة المصطفى (ص) د کال غوره کتاب شو.
د قم د جامعة المصطفى علميه حوزې د کال د کتاب په یویشتمه غونډه کښې چې د یوشمیر سترو عالمانو په شتون سره د قم په مقدس ښار کښې ترسره شوه، د ښاغلي محمد رحیم دراني د کړې ترجمې په قدرونې سره، دوي ته د کال د غوره کتاب انعام ورکړی شو.
د ویلو ده چې د محمد رحیم دراني په قلم د قرآن پاک د پښتو ترجمې مخ کتنه تیر کال د تهران د قرآن په نړیوال نندارتون کښې په یو لړ مراسمو کښې شوې وه چې په تهران کښې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیر په شمول د دغه هیواد، افغانستان او پاکستان ګڼو شخصیتونو په کښې ګډون کړی ؤ.

captcha