IQNA

د پاکستان پارلیمان :پر ماشومانو جنسي تېری کوونکي په ډاګه اعدام شي

22:19 - February 08, 2020
د خبر لمبر: 3482775
نړیواله ډله: تر هغه وروسته چې پاکستان کې د ماشومانو حقونو د ملاتړ ادارې ورستیو کلونو کې پر ماشومانو د جنسي تیري او د هغوي د وژنو له زیاتېدو خپله اندېښه څرګنده کړه، د پاکستان پارلمان یاده طرحه تصویب کړه.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، د پاکستان د جنګ ورځپاڼۍ له راپور سره سم د دغه هیواد پارلمان هغه طرحه تصویب کړه چې له مخې به یې پر ماشومانو د جنسي تیري کسان په عام محضر کې اعدامېږي.تر هغه وروسته چې پاکستان کې د ماشومانو حقونو د ملاتړ ادارې ورستیو کلونو کې پر ماشومانو د جنسي تیري او د هغوي د وژنو له زیاتېدو خپله اندېښه څرګنده کړه، د پاکستان پارلمان یاده طرحه تصویب کړه.
د پاکستان د پارلمان یو شمېر ډېرو غړیو وویل چې د ماشومانو وژونکي او پر ماشومانو د جنسي تیري کسان د هېڅ ډول ترحم وړ ندي، او باید پر عام محضر کې اعدام شي، تر څو راتلونکي کې نورو خلکو ته د عبرت درس وګرځي.
خود پاکستان پیپلز پارټۍ او ځینو نورو کسانو له دغه پریکړه لیک سره مخالفت کړې دې.
https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i87807
captcha