له اسپوتنیک څخه په نقل، د عربستان د اسلامي چارو وزیر عبدالطیف بن عبدالعزیز آل شیخ، له الریاض خبرپاڼې سره په مرکه کښې وویل: تراوسه مو حالات کنټرول کړي او که صلاح وه په جوماتونو کښې به د جاعت لمونځ موقتا بند کړو.
هغه پر دې ټینګار سره چې د عالمانو له نظره، د عفوني ناروغۍ له کبله لمونځ کوونکې دې جومات ته د جماعت او جمعې لمونځ لپاره نه ځي، زیاته کړه: حکومت د کورونا د ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره ټول لازم او ضروري اقدامات ترسره کړي.
آل شیخ څرګنده کړه: د جومات د پاکولو د موسسو مشرانو ته د جوماتونو د ضد عفوني کولو او پاکولو ټول ضروري دستورات ورکړي شوي او ډیر سعودي ښاریزو د جوماتونو د ضد عفوني کولو لپاره مرسته کړې ده.
3885591