IQNA

په پاکستان او افغانستان کې هم دکرونا ویروس خوریدا په زیاتیدا ده

21:44 - April 03, 2020
د خبر لمبر: 3482983
تهران (ایکنا) - د امریکا پشمول درست اروپائي هیوادونه په روغتونونو کې د ویروس ضده موادو او ماسکونو له ډیر کمښت سره مخامخ شوي دي.
وروستي راپورنه ښئ چې په امریکا کې د کرونا ویروس د خوریدا له امله د ککړو کسانو شمیر کابو دوه لکه شلو زرو ته رسیدلی او مړي هم څه دپاسه یولس زره تنه اعلان شوي دي همدرااز په درستې اروپا کې هم کرونا ویروس خوریدا په تیزۍ سره دوام لري ، البته ډیری راپورونه ښئ چې د امریکا پشمول درست اروپائي هیوادونه په روغتونونو کې د ویروس ضده موادو او ماسکونو له ډیر کمښت سره مخامخ شوي دي
زمونږخبریال راپور راکړ دپاکستان رسندویو  پخپلو راپورونو کې وئيلي دي ، په پاکستان کې  د کرونا ویروس خوریدا په تیزئ سره  دوام لري او وئیل کیږي ، چې تر نن سهار پورې  په درست هیواد کې په کرونا ویروس د ککړو شمیر په تیر شواروز کې د  کابو یو سل پنځوسو کسانو په ککړتیا  سره دغه شمیمر  دوه زره پنځه سوو ته رسیدلی دی .
په راپورونو کې وئيل شوي دي ،ترنن سهار پورې د قربانیانو شمیر هم  پنځه دیرشو کسانو ته رسیدلی دی . وئيل کیږي ، په درست هیواد کې لاک ډاؤن دوام لري او  ورځ تربلې دغه تدبیرونه په سختیدا دي  البته ځیني راپورونه ښئ چې  په  ځینو سیمو کې د  ماسکونو او ویروس ضده موادو  د کمښت له امله خلک له ستونزو سره مخ شوي دي .
وروستی راپورونه ښئ چې  نړیوال بانک هم  په پاکستان کې له کرونا ویروس سره دمقابلې په موخې سره  له دغه هیواد سره مرستې کړي دي .
 یو بل راپور ښئ په افغانستان کې  هم  تر نن سهار پورې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر  دوه سوه درې اویا کسانو ته رسیدلی او وئیل شوي چې  له دغې ناروغۍ کابو اوه  یا اته کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
وروستي راپورنه ښئ چې په امریکا کې د کرونا ویروس د خوریدا له امله د ککړو کسانو شمیر کابو دوه لکه شلو زرو ته رسیدلی او  مړي هم څه دپاسه یولس زره تنه اعلان شوي دي  همدرااز په درستې اروپا کې  هم  کرونا ویروس خوریدا په تیزۍ سره دوام لري ، البته  ډیری راپورونه ښئ چې د امریکا پشمول درست اروپائي هیوادونه په روغتونونو کې  د ویروس ضده موادو او ماسکونو  له ډیر کمښت سره مخامخ شوي دي
تهران پښتو راډیو
captcha