له الیوم السابع څخه په نقل، د مصر دارالافتای د خپل ټویټر په اکاؤنټ باندې په موجوده حالاتو کښې د رمضان المبارک په میاشته کښې د روژه نه نیولو فتوی په اړه خبر رد کړ.
د مصر دارافتای خبر ورکړ چې هغه څه چې په انټرنټ باندې د رمضان په میاشته کښې د روژې د نه نیولو په اړه فتوی په اړه خپریږي، صحت نه لري.
د مصر د فتوی ورکولو مرکز همداشان له خلکو غوښتنه وکړه چې د فتوی ورکولو په اړه د بیانیه کتلو لپاره د دارالافتاء د ټوییټر رسمي اکاؤنټ ته مراجعه کوي.
له دې مخکښې د مصر د اوقاف وزارت ویلې وو چې د کورونا د ویروس له کبله د جوماتونو په خوا کښې د افطار دسترخوان غوړولو اجازت ورنکړو.
3889695