IQNA

په الجزایر کښې له نه پرانیستل شوې جومات څخه اذان

9:53 - June 24, 2020
د خبر لمبر: 3483299
تهران (ایکنا) - د الجزایر له اعظم جومات څخه د اذان غږ، چې د کورونا له امله تراوسه یې د پرانیستا مراسم نه دي ترسره شوې، تر غوږ شو.

په الجزایر کښې د یو دیني ځای تر عنوان لاندې د دغه جومات د رسمي پرانیستا په تمه، لومړي ځل لپاره د اذان غږ تر غوږه شو.
ټاکلې شوې وه چې د اعظم جومات د پرانیستا مراسم به سږ کال د رمضان په میاشته کښې ترسره شي خو د کورونا له امله دغه مراسم وځندول شو.
د اعظم جومات جوړیدل له ۲۰۱۲ کال څخه پيل شو او دا جومات په نړۍ کښې له حرمین شریفین، مسجد الحرام او مسجد النبي، څخه وروستو دریم ستر جومات دی.
په دې جومات کښې د ۱۲۰ زره تر زیات لمونځ کونکو ځای، تر ۱۸۰ میټره درې چتیزه پارکینګ چې له ۶ زرو څخه زیات ګاډي په دغه کښې پارک کیدی شي، لري.

3906500

captcha