د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس ویندوي حازم قاسم د ګوګل او اپل له نقشو د فلسطین د نامې حذفول له تاریخي حقایقو څخه انکار بللې او وئیلي ئې دي ،د ګوګل اوپل ادقام د نیواکګر صهیونیسټي رژيم له روایتونو څخه پلویتوب و د تاریخي حقایقو انکار حسابیږي .
هغه وئیلي دي،له نړیوالو نقشو د فلسطین هیواد د نامې حذفیدا به، نیواکګران د نړیوالو قوانینو او فیصلو دخلاف ورزیو دوام ته لازیات ولمسوي .
د حماس غورځنګ ویندوي ټينګار کړی ، دغه چلند له بشری حقوقو اونړیوالو قوانینو سره په ښکاره تضاد کې دی .
له دې مخکې هم د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو خارجه وزیر ریاض المالکي له خپلو نقشو د فلسطین دنامې په حذفولو کې د ګوګل او اپل د سرچ د مشین د ا قدام په سپک بللو سره وئیلي، ددغې موضوع په غبرګون کې د قانوني اقدام په غوره کولو ارزونې کوو.