د یمن د انصا را... ولسی غورځنګ د سیاسی شورا غړي ، محمد البخیتي وئيلي دي ، هغه لاره چاره چې د یمن په چاروکې د ملګروملتو ځانګړي استازي مارتین ګریفیتس پخپلو خبرو کې ورباندې تکیه کړې ، یوه ناسمه او ناکاره لاره چاره ده او ګریفیتس د خپل ماموریت په اجرا کې بشپړ ماته خوړلې ده .
البخیتي وئيلي دي ، خبرې اترې باید په یمن کې له مستعفي حکومت سره نه ،بلکې په دغه هیواد کې د ښکیلو لورو ترمینځ وشي او په بهرني اړخ کې هم دغه خبرې اترې د یوه لوري په توګه دیمن والو او له بل پلوه د دعربستان او اماراتو په څير د تیریګرو هیوادونو ترمینځ وشي .
محمد البخیتي د سعودي ائيتلاف په وړاندې د ملګروملتو په پلوي سیاست هم سختې نیوکې کړي او وئيلي ئې دي ، دغه ملاتړونه به په یمن کې د جنګ د د وام لامل شي .